اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) سمندر پورې پاكستانيانو لپ??ره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار بخاري وئيلي دي ګرده نړۍ كښئ د پاکستانو مزدورانو او کميونټي ته د ورامخې ته مسئلو حل لپ??ره ګامونه پورته كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كرونا وائرس وضعې په اړه د پارلمان فنكشنل كمېټۍ په غونډه كښې وكړه۔ د اورسيز وزارت لخوا د جاري بيان له مخې ده ووئيل د عرب امارات او د سعودي عرب د افرادي قوت وزير عبدالله بن نصير سره د وېډيو لنك د لارې رابطه شوې ، د مزدورانو د مسئلو حل له ګامونه پورته كوٶ د اوسنۍ وضعې له امله بهر هېواد كښې پاكستانيان نا??لا??ه دي، په دې سخت وخت كښې به د خپلو مينه والو هر ډول ضروتونو لپ??ره هڅې كوٶ۔ ده ووئيل زياتو هېوادونو كښې د خپلو سفارت خانو او شتمندو سره تماس كښې د پاكستانيانو مرسته كوٶ۔ ده ووئيل د سعودي عرب، قطر او متحده عرب امارات واكمنو ته مو خواست كړے چې د پاكستان خواري كښو سره مرسته زياته كړې او د پاكستانيانو هېواد ته راستنېدو لپ??ره خاص ګامونه پورته كوٶ۔ده ووئېل سعودي عرب د هر ډول ويزه موده تر دسمبر پراخه كړې او هلته به خواري كښ د ملازمتونو نه نه اخوا كېږي۔