اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی د تعلیم، پیشه وره تربيې وزارت او د اعلیٰ تع??یم کمیشن ته سپارښتنه كړې چې هيواد كښې د آن لائن تع??یم ودې لپاره اقدامات وكړئ۔ ده دا سپارښتنه د يوې غونډې مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د تعلیمی ادارو بنديدو په وجه د تع??یم سلسله روانه ساتلو په بيلو تګلارو غور اوشو۔ د تع??یم اهمیت رامخې ته كولو سره صدر ووئيل د کورونا وائرس له امله رامخې ته شوې صورتحال په وجه د زدكونكو زيان كيږي او دې لپاره جدید معلومات او مواصلاتې ټیکنالوجی ته اړتيا ده۔ ??فا??وی وزیر شفقت محمود صدر د ټی وی چینل د لارې تع??یم وركولو په اړھ د وزارت اقدامات څخه خبر كړو۔ ده ووئيل د تعليم وزارت ټیلی سکول په نامه يو ټي وي چینل پيل كړے چې مقصد ئې د انګریزۍ، حساب ، اردو او سائنس غوندې مضامین لپاره د اولني كلاس نه تر 12م كلاس زدكوونكو له هره ورځ سهار 8 بجو نه تر ماښام 6 بجو تع??یم وركوي۔ده ووئيل سبق فاؤنډیشن، تع??یم آباد، اېم یو اېس ای، علامه اقبال اوپن پونېورسټي او نالج پلیټ فارم پشمول ایډ ټیك کمپنو او شراکت دارو د اړخه تعلیمی مواد ويړيا وركړې كيږي ۔صدر په مختصر وخت كښې د آن لائن تع??یم وركولو په نظام وضع کولو د ??فا??ی تع??یم او پیشه وره تربیې وزارت اقدامات اوستائل۔ صدر د ټی وی چینل د لارې تع??یم په وركولو د وزارت ډلې له مباركي وركړه چې له امله به ئې د زدكوونكو ستونزې كمې شي۔په غونډه كښې د تع??یم ??فا??ی وزیر شفقت محمود، پارلیمانی سیکتر وجهيه اکرم، ??فا??ی سیکرټرې ډاکټر ساجد یوسفانی، ټیکنیکل ایډوائزر عنبرین عارف، د ایچ ای سی چیئرمین ډاکټر طارق بنوری او د کمیبرج انټرنیشنل کنټری ډائریکټر عظمیٰ یوسف ګډون وكړو۔