اسلام آباد 19 جنوري (اے ??ي پ??) د وزيراعظم د ځوانان د چارو خاص مرستيال عثمان ډار د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان﴿اے ??ي پ??﴾ د هېډكوارټرز دوره وكړه او د اولس خېر ښېګړې په اړه د حكومت اقدامات په مثبت ډول اولس ته رسولو او په ټوله نړۍ كښې د پاكستان مثبت تشخص په ډاګه كولو لپاره ئې د اے ??ي پ?? د كاركردګۍ ستائنه وكړه. د اے ??ي پ?? هېډكوارټرز ته په راتګ د اے ??ي پ?? مېنېجنګ ډائرېكټر طارق محمود خان، اېګزېكټو ډائرېكټر غواث خان، ډائرېكټر نيوز شفيق قريشي، ډائرېكټر الېكټرانك مېډيا اعجاز احمد شاه، ډائرېكټر اردو سروس عبدالجبار زكريا او ډائرېكټر ماركيټنګ شاهد علي بټ د هغه هركلې وكړو. خاص مرستيال د اے ??ي پ?? د بېلا بېلو څانګو دوره وكړه او هغه ته ادارې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. د دې نه علاوه عثمان ډار د اے ??ي پ?? د وېب ټي وي پ?? خاص خپرونه كښې ګډون هم وكړو.