اسلام آباد ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي
د وزيراعظم وژن له مخې ?? روغتيا څانګه كښې په لويه كچه اصلاحات كولې شي او بنيادي هېلتھ کیئرسسټم مضبوطولې شي۔ د راروان كال تر پايې به نورو 10 ملينه كورنيو ته صحت انصاف كارډ وركړې شي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ د فېډرل جنرل هسپتال چک شهزاد او پی ډی نوې ودانۍ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د روغتون د او پي ډي په پرانسته كولو خوشحاله شوې يم ولې چې پخوانۍ او پي ډي كښې د ځائې د كمي له امله رنځوران ستونزو سره مخ وو۔ دا وداني 19 كوټې لري چرته چې د ګائنی، سرجری پېډز، ډرماټالوجی، آرتھوپېډک، د سترګو او نورو رنځونو درملنو آسانۍ وركړې شوي۔ ده ووئيل 5 ملينه بې وزله كورنيو ته د صحت انصاف كارډ د لارې د وېړيا درملنو آسانۍ وركولې شي۔ د راروان كال تر پايې به نورو 10 ملينه كورنيو ته صحت انصاف كارډ وركولې شي۔ ده ووئېل د صحت انصاف كارډ د لارې به د بې وزلۍ كرښې څخه لاندې ژوند كوؤنكي وګړي تر 7 لکھ 20 زره روپو په ټول هېواد كښې 300 پ??ائ??وېټ روغتونون?? كښې وېړيا درملنې كولې شي۔ ډاكټر ظفر مرزا ووئيل په شاہ اللہ دته كښې کمیونټی هېلتھ سنټر په باضابطه توګه آپرېشنل كړې شوې او اوس به ټول كميونټي سنټرز کمپیوټرائزډ سس??م سره لنك كولې شي او د دې د لارې به دا سنټرونه لويو روغتونونو ته د مريض استولو لپاره مرستيال ثابت شي۔ د دې سس??م ترسېوري لاندې به د رنځورانو او د دوي د رنځ ډ??ټا هم محفوظ كولې شي