اسلام آباد 13 نومبر (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي نواز شريف درملنو له هېواد څخه بهر لېږلو كښې تاخير حكومت نه مسلم ليګ (ن) كوي۔ نواز شريف دې ضمانت ور??ړي چې هغه به رغېدو څخه ورستو بې??ته هېواد ته بې??ته راځي۔ د علاج نه په راستنېدو دې خپلې پېسې بې??ته واخلي۔ د شورؤ په ورځ د مصنوعي ذهانت سمټ كښې ګډون نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل داسې ښكاري چې مسلم ليګ نون د دې معاملې حل كولو كښې خوښي نه لري۔ ده ووئيل كه نواز شريف د كوم ضمانت نه غېر بهر هېواد ته ولېږلې شي نو سبا به آصف زرداري او خورشيد هم دا غوښتنه كوي۔ اسحٰق ډار ، حسن او حسېن نواز هم هېواد ته نه دي راغلې۔ ده ووئيل كه عدالت د نواز شريف نامه اي سي اېل څخه بهر ??ړي نو حكومت لپاره به دا هېڅ مسئله نه وي۔ د نواز شریف درملنو له هېواد څخه د بهر لېږلو پرېكړه د بشري خواخوږۍ په بنياد شوې ۔ ده ووئيل شهباز شریف،مریم نواز او خواجه آصف د نواز شریف مقام ترلاسه كولو ته سترګی ??ه لار دي۔ ده ووئيل د نواز شريف ضمانت نه وروستو درې زره بنديوانو ضمانت له درخواستونه وركړي۔ د مولانا فضل الرحمان پلان ب?? په اړه ده ووئيل مولانا چې چ??ته تلل غواړي تللې شي۔ دې څخه وړاندې سمټ ته خطاب كښې ده ووئيل پاکستان کونسل فار سائنټفک اېنډ انډسټریل ریسرچ (پی سی اېس آئی آر) 1952 كښې جوړه شوې كومه چې اوس د هېواد يوه ښكاره اداره ده۔ وفاقی وزیر راروان بجټ كښې د ټېكنالوجي سېكټر بجټ د 50 فيصده زياتولو اعلان هم وكړو