اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او د دفاع وزير پرويز خټك په هڅو په خېبر پښتونخوا كښې د 30 ورځو راهسې روان د ډاكټرانو په هړتال كښې مثبت پېشرفت شوے او ډاكټرانو د 25 اكتوبر په اسلام آباد كښې د پرلت وهلو كال بيرته اخستې دے۔ د سپيكر آفس د اړخه جاري شوي بيان له مخې حكومتي ډله كښې پرويز خټك ٬ اسد قيصر ??و نور الحق قادري شامل وؤ۔ د ګرينډ هيلتھ الائنس د اړخه درې ډاكټران په خبرو پلاوي كښې ناست وؤ۔ د دفاع وزير پرويز خټك په دې اړه ووئيل د ډاكټرانو ګرينډ الائنس سره خبرې كاميابې شوي ۔ د ډاكټرانو جائز غوښتنې اوريدلې شوي او د عملدرآمد باور ??ركړې ??وي??د غوښتنو او مسئلو حل لپاره د كمېټۍ جوړولو پريكړه ??وي??ده ووئيل ډاكټران به د كوم هم پرلت يا احتجاج برخه ن?? ګرځي۔ ډاكټرا?? قائل كړې شوي چې د كوم هم سياسي كمپائن برخه به ن?? ګرځي۔ د ګرينډ هيلتھ الائنس لارښود ډاكټر عامر تاج وئيلي دي د حكومتي پلاوي سره خبرې د نتيجې وړ ثابت ??وي?? ډاكټرانو او هيلتھ ملازمانو پرلت په سمدستي توګه ځنډولې۔حكومتي پلاوي د مسئلو حل كولو لپاره د وزيراعظم سره د خبرو اترو كولو باور راكړې دې