نیویارک ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 74 مې غونډې په مهال د آئرلېنډ د خارجه چارو او ??جارت وزير سائمن كوفيني سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د مقبوضه جموں وكشمير په صورتحال ٬ په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو ?? خيالاتو څرګندونه وشوه۔ شاه محمود قرېشي خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان، آئرلېنډ سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ آئرلېنډ كښې ډېر پاكستاني ډاکټرز، انجینئرز، د آئی ټی پوهان او كاروباري شخصيات د هېواد په تعمير او پرمختګ ك??ې كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د مقبوضه جموں وكشمير اولس سخت تكليف سره مخ دي او هند حكومت په جبر سره ددوئي د آبادۍ تناسب بدلول غواړي۔ ده ووئيل هند مقبوضه جموں وكشمير په زندان كښې بدل كړې دې او ??غلته 9 لكه پوځ په ځائې كولو سره ئې تش لاسې كشميريان ظلم او ??ياتي سره په نښه كړې دي۔ د هند لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې پورته كړې شوي يو اړخيزه او ??ېر آئيني ګامونه د ملګرو ملتونو د امنيتي كونسل قراردادونو او نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔ خارجه وزير ووئيل مقبوضه جموں وكشمير كښې د تېرو 50 ورځو څخه د روانې كرفيو لامله دغلته د داروګانو او ??وراك سخت كمې دې۔ ده ووئيل د آئرلېنډ په شمول نړيوالې ورورلۍ له به منطقه كښې د رامخې ته كېدونكې انساني الميې مخنيوي له خپل فعاله كردار ترسره كول وي۔