نیویارک ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ميرپور كښې د زلزلې لامله په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي مونږ ټول په دې د ز??ه نه خفه يؤ۔ وزيراعظم ه?? په دې ډېر خفه دې۔ وفاقي حكومت ٬ د آزاد كشمير حكومت او نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ دې په ګډه د زلزله ځپليو مرسته وكړي۔ د شورؤ په ورځ خپل خصوصي وېډيو پېغام كښې ده ووئيل دا مهال زه نيويارك كښې يم ماته اوس اوس اطلاع ترلاسه شوې ده چې ميرپور كښې د زلزلې لامله ځاني او مالي زيان شوې دې۔ مونږ ټول په دې زيان د ز??ه نه خفه يؤ او وزيراعظم ه?? خفه دې۔ ده ووئيل مونږ دلته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ??ښې د كشميريانو مقدمې په لړ كښې راغلې يؤ۔ په دې مهال د زلزلې خبر راتلل د ډېر غم سبب دې۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دې حق رسېدليو له ?? خپل رحم په پلو كښې ځائې او ژوبل شويو له زر تر زره روغ صحت وركړي۔