اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني د پاكستان په دوه ورځنې دوره د خالي په ورځ اسلام آباد ته راورسېدو٬ وزيراعظم عمران خان د نور خان په هوائي اډه د امير قطر تود هركلې وكړو٬ په دې موقع خارجه وزير شاه م??مود قريشي هم موجود و٬ د وزيرانو او اعلٰي چارواكو پشمول پلاوې هم د قطر امير سر?? ??ے۔ د نور خان په هوائي اډه م??شومانو معزز مېلمه ته ګلونه وړاندې كړل٬ امير قطر ته د يوويشت توپو سلامي وكړې شوه۔ د دې نه پس وزيراعظم عمران خان د امير قطر ګاډې په خپله چلولو سر?? وزيراعظم هاؤس ته روان شو۔ د دې څخه وړاندې د قطر امير په م??رچ كال 2013م كښې د پاكستان دوره كړې وه۔ په كال 2013م كښې د اقتدار سنبالولو نه پس د ده لخوا دا د پاكستان دوهمه دوره ده۔ د قطر امير د وزيراعظم په بلنه د پاكستان دوره كوي۔ د قطر امير به وزيراعظم عمران خان او د اولس مشر ډاكټر عارف علوي نه علاوه اعلٰي چارواكو سر?? ملاقاتونه كوي۔ د دورې په موقع به د پاكستان او قطر ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د تفاهم يادښتونه لاسليك كېږي۔ دورې سر?? به د دواړو هېوادونو اړيكې او مرسته لا زياته شي۔