بیجنګ 20 مارچ(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قرېشي د شورو په ورځ د چين واكمند ګوند كميونسټ پارټي آف چائنا د پولټ بېورو غړي او د سنټرل فارن آفيئرز كمېسون دفتر ډائرېكټر یانګ جائیي کي سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال په شريكو اړيكو ٬ په سيمه ايزو او نړيوالو چارو تفصيلي خبرې شوې۔ یانګ جائي کي په ترهګرۍ قابو موندلو او سيمه ايز امن له د پاكستان د هلو ځلو او كردار ستائنه وكړه۔ ده په افغانستان كښې د صلحې په هلو ځلو كښې په م??ست?? كولو هم د پاكستان ستائنه وكړه۔ خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي په دې موقع د پاكستان او چين ترمېنځه په وړومبي ستراتېژك ډائېلاګ كښې په شوو خبرو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل دا خبرې د شريكې خوښې چارو كښې د دواړو هېوادونو ?? يو ډو?? دريځ څرګندونه وه۔ ده د چين لخوا په تسلسل سره د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې ??ال??تيا د ملاتړ ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير د سي پېك پحقله د پاكستان د پوخ عزم څرګندونې سره ووئيل دا منصوبه د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار لوبوي۔ یانګ جائي کي ووئيل پاك چين دوستي په هر ازميښت كاميابه شوې كومه چې د نورو هېوادونو ??ريكو اړيكو لپاره يو مثال دے ۔ ده ووئيل سي پېك د دواړو هېوادونو ??رمېنځه په اقتصادي اړيكو كښې نوې روح پوكلې دے۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي په نوي دور كښې شريك سباٶن لپاره د اولس په كچه نزدې اړيكې جوړولو لپاره د مرستې باور وركړو۔