اسلام آباد ۔ 26 فروری (اے پی پی) پاك هوائي ځواك د پاكستاني فضائي پولو دننه د هندي لاس وهنې هڅه شنډه كړې ده۔ د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور خپل ټويټ كښې وئيلي دي پاك هوائي ځواك د نهې په سحر د پاكستان فضائي حدونو ته ننوتونكې هندي الوتكې بېرته په تېښت?? مج??ور?? كړې۔ مېجر جنرال آصف غفور سحر په6:36 بجې خپل ټويټ كښې ووئيل هندي جنګي الوتكې د مظفر آباد سېکټر د لارې لائن آف كنټرول څخه راوړېدو سره پاكستاني حدودو كښې داخلې شوې۔ ده ووئيل د پاك هوائي ځواك په وخت او ?? فعاله رد عمل په نتيجه كښې هندي الوتكې په تېښت?? مج??ور?? شوې او د تادۍ لامله ئې خپل پے لوډ بالاكوټ ته نزدې وغورځولو۔ ده ووئيل د پے لوډ غورځېدو په نتيجه كښې كوم ځاني يا مالي زيان شوې نه دې۔ د وسله والو ځواكونو وياند دې څخه وړاندې سحر وختي په 4:42 بجې خپل ټويټ كښې ووئيل هندي هوائي ځواك د لائن آف كنټرول خلاف ورزي كړې ده۔ پاکستان هوائي ځواك په وخت ?? فعاله رد عمل څرګندونه كړې چې په نتيجه كښې ئې هندي الوتكې بېرته تښتېدلې دي۔ ټويټ كښې ډي جي آئي اېس پي آر د تفصيلاتو وروستو جاري كولو وئيلي دي۔ پلوامه كښې په هندي عسكري قافله د يو ځائي ځوان بريد څخه وروستو د هند سياسي او عسكري مشرتابه لخوا په پاكستان د بريد دړكې وركولې شي او د پاكستان فضائي حدونو ته د هندي الوتكو راننوتل او د فضائي حدونو خلاف ورزي ددغه دړكو نه وروستو شوې۔ وزیراعظم عمران خان د نهې په ورځ په ټي وي خپل خطاب كښې هند ته خبردارې وركړې وو چې هغه دې د كوم دې ډول غلطي كولو څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل جنګ پېل كول آسان وي ولې ددې په ختمولو د چا قابو نه وي۔ وزیراعظم عمران خان ښكاره وئيلي وو چې مونږ به ددې ډول كوم حركت د ځواب وركولو يواځې سوچ نه كوو بلكې مونږ به بشپړ ځواب وركوو او مونږ سره به د مؤثره ځواب نه غېر ب??ه لاره نه وي۔ وزیراعظم وئيلي پاكستان هند سره امن غواړي او د پلاومه پېښې څخه كومه ګټه پورته كول نه غواړي۔ ده د پېښې په اړه د عمل وړ ثبوت په وړاندې كولو د مرستې وړاندېز هم وركړې وو۔ ولې د هندي ميډيا د بېلو راپورونو ترمخه هند د لائن آف كنټرول پلو لوئې مقدار كښې پوځي سازو سامان او لوئې شمېر عسكر منتقل كړې دې او د هندي ټاكنو په موقع هند پاكستان ته سبق ښودل غواړي۔ د پاك ??وځ سرلښكر قمر جاوېد باجوه د لائن آف كنټرول او په وركنګ باؤنډرۍ د بېلو فارمېشنز دوره وكړه۔ د ګل په ورځ ده د ایئر هېډ کوارټرز دوره وكړه او د پاك هوائي ځواك مشر مجاهد انور خان سره ئې په هندي دړكو ٬ د پاكستان په رد عمل او آپرېشنل تياريانو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د وسله والو ځواكونو په تياريانو او شريكې همكارۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه د هند لخوا د كېدونكي كوم ډول جارحيت يا غلطۍ بشپړه ځواب وركولو له تيار دي