اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) جسټس آصف سعيد كهوسه د پاكستان د 26م ستر قاضي په حېث سوګند پورته كړو۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي د جمعې په ورځ ??ه ايوان صدر كښې د دس??ورې په مهال د ده څخه سوګند واخستو۔ په دس??وره كښې وزيراعظم عمران خان٬ د سترې محكمې قاضيانو صاحبانو٬ د وفاقي كابينې غړو٬ د قومي اسمبلې سپيكر اسد قېصر٬ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬ سروسز چيفس٬ ګورنرانو٬ وكيلان?? او نورو شخصياتو ګډون وكړو۔ ستر قاضي آصف سعيد كهوسه په كا?? 1954م كښې د دسمبر په 21مه نېټه په ډېره غازي خان كښې زېږېدلې۔ ده په كا?? 1969م كښې د بورډ آف انټرمېډيټ اېنډ سكېنډري اېجوكېشن ملتان څخه مېټرك كړے او په بورډ كښې ئې 5م پوزيشن ترلاسه كړے و۔ د لاهور بورډ نه ئې د انټرمېډيټ ??ه امتحان كښې وړومبې پوزيشن ترلاسه كړے۔ ده په كا?? 1973م كښې د لاهور ګورنمنټ كا??ج نه د بي اے ډګري ترلاسه كولو سره وړومبې پوزيشن ترلاسه كړو۔ د دې نه پس ئې په كا?? 1975م كښې د پنجاب پوهنتون نه ??ه انګلېش لېنګوېج او لېټرېچر كښې ماسټر وكړو۔ په كا?? 1978م كښې ئې د برتانيې د كوئنز كا??ج كېمرج پوهنتون څخه اېل اېل اېم كړے۔ هغه په كا?? 1979م كښې د لاهور هائي كورټ او په كا?? 1985م كښې د سپريم كورټ د اېډوكېټ په حېث انرول شو۔ هغه د آئين او قانون ??ه اړه د يو شمېر كتابونو ليكوال دے۔ په آئيني او قانوني ستونزو ئې يو شمېر مضامين او مقالې شائع شوې دي۔ ستر قاضي په كا?? 1998م كښې د مئي په 21مه نېټه د لاهور هائي كورټ او په كا?? 2010م كښې د فرورې په 18مه نېټه د سترې محكمې قاضي په ځائ كړے شو۔ ده تر اوسه تقريبا په 19 كلونو كښې تقريبا د 55 زره مقدمو پرېكړې كړې دي۔ ده په بېلا بېلو هېوادونو كښې په نړيوالو كنفرنسون?? او سېمينارونو كښې د پاكستان نمائندګي هم كړے