اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ص??ر ماريه فرنانډا اسفونز ب?? په پنځه ورځنۍ سركاري دوره (سبا)د جمعې په ورځ پاكستان ته راځي۔د عمومي اسمبلۍ ص??ر ټاكلې كېدو نه پس به دا د هغه د اېشيا پيسفك سيمه كښې د پاكستان وړومبنۍ دوره وي ٬د خپلې دورې په مهال به ماريه اسفونز د اولس مشر عارف علوي٬وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره به ملاقات كوي۔د دې نه علاوه د عمومي اسمبلۍ ص??ر به پارليماني مېرمنو غړو ٬د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام چئرپرسن سره هم ملاقات كوي۔دې به د خپلې دورې پھ مهال د پاكستاني امن فورس تربيتي مركز دوره او اسلام آباد انسټي ټيوټ آف سټراټېجك سټډيز كښې تهنك ټينكس او زده كوونكو ته خطاب كوي۔د 2010 نه پس د عمومي اسمبلۍ د كوم هم صدر دا د پاكستان وړومبنۍ دوره ده