اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وف??قي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د ابوظهبي ولي عهد د پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي٬ شېخ محمد بن زېد النهيان پاكستان خپل دوهم كور ګڼي۔ د اتوار په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وف??قي وزير ووئيل چې پاكستان او متحده عرب امارات يو بل سره غوره اړيكې لري او د ولي عهد دورې سره به دا اړيكې لا قوي شي۔ ده ووئيل چې ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان وئيلي دي چې هغه پاكستان خپل دوهم كور ګڼي۔ وف??قي وزير ووئيل چې پاكستان او متحده عرب امارات په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكې او يو بل سره مرسته لري۔ پ?? هېواد كښې د آئل ريفائنري جوړولو په اړه خبرې په وروستي پړاؤ كښې دي۔