بيجنګ02 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د پاكستان او چين د اولس ترمينځه د خېرسګالۍ جزبه شريك سباؤن لپا??ه د پاكستان او چين سدا بهار تزويراتي معاو?? شراكتدارۍ لپاره پوخ بنياد وركوي۔ده دا خب??ه د چين د كميونسټ ګوند د نړيوالې څانګې وزير سانګ تاؤ س??ه د خبرو په مهال وكړه كوم چې د جمعې پھ ورځ ده سره ملاقات وكړو۔د ملاقات پھ مهال وزيراعظم ووئيل چې په اكتوبر كښې د ساؤ تانګ د پاكستان دورې دوه اړخيزه اړيكو ته قوت وركړې او افهام او تفهيم ته يې پراخا وده وركړې۔ده ووئيل چې پاكستان چين سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او ګڼ اړخيزه مرستې زياتولو لپاره پوخ عزم لري۔وزيراعظم ووئيل چې د خپلو قومونو د نمائندګانو په حېث پھ دواړو هېوادونو كښې د واكمنو ګوندونو ترمينځه اړيكې ډېرې د اهميت وړ دي٬پاكستان د آئ?? ډي سي پي سي لخوا سياسي ګوندونو٬دانشورانو٬د ابلاغ ذريعو٬ځوانانو٬مېرمنو او د پوهانو ترمينځه د روابطو پشمول په اولسي كچه د روابطو د ودې د مشن بشپړ ملاتړ كوي۔ده ووئيل چې دا تبادلې به دا خبره باوري كړي چې د پاكستان او چين ترمينځه غېر معمولي دوستي د نسل نه تر نسل چلېږي٬سانګ تاؤ ووئيل چې د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس د وزيراعظم د چين وړومبۍ سركاري دو??ه د دواړو هېوادونو ترمينځه د خاص دوستۍ د سدا بهار رواياتو څخه عبارت ده۔ده