اسلام آباد 09اکتوبر(اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې كه قومي ادارې په خساره چلېږي نو حكومت ته به نه غوښتلو سر?? هم د مجبورۍ له امله آئي اېم اېف ته د تللو پشان تراخه ګوټونه كول وي٬د حكومت چارې چلولو لپاره سږ كال 28 اربه ډالر او قرض ستنولو لپاره 8 اربه ډالر پكار دي٬د آئي اېم اېف٬چين٬سعودي او د يو اے اي پشمول د څلور پنځو مالياتي پېكجونو راتلو سر?? به په پاكستان كښې د ډالر بيعه معمول ته راشي٬حكومت لويې لويې او تراخې پريكړې كړې دي٬ښه وخت پېل كېدونكې دے٬ډېر زر به د دې مثبت آغېز او ګټې په نظر راشي٬ د قامي اسمبلۍ د قواعدو او ضوابطو له مخې په ريكوزېشن د مطلوبه شمېر غړو په لاس ليك د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل كېدې شي۔د ټولې نړۍ د پو??ټل سر??سز ادارو پشان پاكستان پو??ټل سر??سز ګټوره اداره جوړولو لپاره دې ټول صلاحيتونه پكار راوستلې شي۔ د پنجاب آئي جي د حكومت احكامات په وخت نه عملي كولو له امله لرې كړے شوے٬ بيورو كريسي ته واضح پېغام وركړے شوے چې كوم افسر كار كوي هغه به په چوكۍ په ??اي پاتې كېږي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د ډاك نړيوالې ورځې په مناسبت په پو??ټل سټاف كالج كښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال او خبريالانو سر?? په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د پو??ټل سر??سز سېكتر پير بخش جمالي٬ د پو??ټل سر??سز ډي جي روبينه طيبه پشمول نور چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير د پو??ټل سټاف كالج په احاطه كښې د ونو كرلو د كمپائن له مخې بوټې هم نال كړو۔