اسلام آباد 19ست??بر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي امن او استحكام لپاره د افغانستان۔پاكس??ان ايكشن پلان راروانه غونډه كښې به د افغان كډوالو په چارو بحث كولې شي٬د كرتارپور پولې پرانستلو په اړه د پاكس??ان او هند ترمينځه تر دې وخت رسمې رابطه نه ده شوې٬پھ دې لړ كښې د اسلام آباد موقف څرګند دے۔د شورو په ورځ اونيز پرېس بريفنګ په مهال وياند ووئيل د اے پي اے پي پي اېس راروانه غونډه به د اكتوبر په دوهمه اونۍ كښې اسلام آباد كښې كېږي چې ??كښ?? به د 5 ذيلي ډلو چارو پشمول د افغان كډوالو په معاملاتو بحث كولې شي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل جلال آباد كښې د پاكس??ان قونصلټ كښې د قونصلر خذمات بحالۍ معاملې حل كولو له د افغانس??ان سره كار كوو٬د پولې منيجمنټ او د ترهه ګرۍ مخ نيوي په اړه وياند ووئيل د افغانس??ان دورې په موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي د افغان خپل هم څنګ سره پھ دې معامله تفصيلي خبرې كړې۔د وزيراعظم دورې په اړه ده ووئيل سعودي عرب او پاكس??ان وروڼه هېوادونه دي او وزيراعظم د خپلې وړومبۍ غېر ملكي دورې لپاره د سعودي عرب انتخاب كړې۔د ايران جوهري معاهدې پھ اړھ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د كړكېچنو معاملو ښه حل د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې ممكن دے۔وياند ووئيل د لوظ نامې څخه په يو اړخيزه توګه ووتللو سره به خبرو اترو او د سفارتكارۍ په اړه د نړيوالې ورورولۍ باور ته زيان ورسي۔په امريكا كښې د پاكستاني سفير علي جهانګير صديقي پشمول پاكستاني مشنز كښې نان كريئر سفارتكارو په اړه وياند ووئيل خارجه وزير په ډاګھ كړې چې دا ډول پريكړې به په تندې نه تر سره كوو۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د خارجه وزير شاه محمود قرېشي هندي خپل هم څنګ سره