اسلام آ??اد – 16 اګست (اے پي پي) د هېواد 22م وزيراعظم لپاره د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان او د مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف د نامزدګۍ كاغذونه منظور كړې شول۔ د دواړو ك??ند??دانو د نامزدګۍ په كاغذونو د كوم هم غړي لخوا اعتراض پورته نه كړې شو۔ د ايوان د نوي قائد ټاكنه به (نن) د جمعې په ورځ كولې شي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ترمخه ?? زيارت په ورځ وزارت عظمی لپاره د نامزدګۍ كاغذونو د جمع كولو تر ټاكلي وخت دوه بجو يوازې د دوه ????ند??دانو عمران خان او شهباز شريف كاغذونه جمع كړې شول۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر لخوا د دواړو ك??ند??دانو د نامزدګۍ كاغذونه كره كتنه وكړې شوه او ددواړو كاغذونه صحيح ګرځولو سره منظور كړې شول۔ د وزیراعظم ټاكنې له د قامي اسمبلۍ غونډه به د جمعې په ورځ ماسپخين 3 بجې كولې شي۔ د ايوان نوي قائد ټاكنې له به ايون په دوه ??ابيانو كښې وېشلې شي۔ هر يو ك??ند??د لپاره به د قامي اسمبلۍ هال كښې يوه خاص لابي وي۔ كوم غړې چې كوم ك??ند??د ته ووټ وركول غواړي هغه به د هغه لابي ته ځي۔ د لابي په دروازه به د غړو په فهرست كښې د غړي اندراج كولې شي۔ دې څخه وروستو به شمېره كولې شي او زياتې رائې ترلاسه كوؤنكې به د هېواد نوې وزيراعظم وي۔ د قومي اسمبلۍ د قواعدو ترمخه ?? 342 په ايوان كښی د وزيراعظم ټاكل كېدو له كوم هم ك??ند??د ساده اكثريت يعني 172 ووټونو ته اړتيا لري۔ كه 172 ووټونه ترلاسه نه شي نو كوم ك??ند??دان چې په اولني او دوهم لمبر وي دوئي كښې به بيا يو ټاكلې شي