اسلام آباد13 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وز??ر بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي په كوم هم چينل د بندېز په اړه هدايات نه دي جاري كړی شوې٬د پيمرا قوانين ترمخه حكومت پيمرا ته سپارښتنې نه شي كولې ٬مونږ د رايو څرګندونې په آزادۍ باور لرو۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډ?? كښې د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شېري رحمان د اعتراض په نكته ده ووئي?? د ??يمرا چيئرمېن او غړي خپلواكه دي۔ده ووئيل تر څو چې په چينلو د بندېز معامله ده مونږ په دې اړه كوم هدايت نه دي جاري كړی ځكه چې مونږ د رائے ??رګندونې په آزادۍ بشپړ باور لرو۔ده ووئيل مونږ چا سره هم ملګرې نه يو۔د دې څخه وړاندې د اعتراض په نكته سناتورې شيري رحمان ووئيل مېډيا بليك آؤټ كېږي۔دې سره د ټاكنو سپيځلتيا ته ګوته نېولې كېږي۔دې ووئي?? د ??ېډيا په بليك آؤټ نګران حكومت ځواب وركونكې دے۔دې ډول اقداماتو سره سپيځلو ټاكنو ته ګوتې پورته كېږي