اسلام آباد ۔ 18 م??ی (اے پی پی) د چين سنټرل ملټري كمېشن وائس چیئرمېن جنرل چانګ یوشا د نېول هېډ كوارټرز اسلام آباد دوره وكړه او د سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي سره ئې ملاقات وكړو۔ د سمندري ځواك وياند ترمخه نېول هېډ کوارټرز ته په راتګ د پاك بحريه مشر جنرل چانګ یوشا ته هركلې ووې او د سمندري ځواك يو چمتو ډلې ده ته سلامي وړاندې كړه۔ وروستو ??نرل چانګ یوشا د سمندري ځواك مشر سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د بېلټ اېنډ روډ انېشېئټو مهمو منصوبو په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواكونو ترمينځه ن??دې او مضبوطو اړيكو خصوصيت سره ذكر وكړو۔ د چين د سنټرل ملټري كمېشن دوهم چيئرمېن پاكستان په هر سخت وخت كښې د چين ملګرے هېواد وګرځولو۔ ملاقات څخه وروستو ګران مېلمه ته د بحر هند سېكورټي صورتحال او سيمه كښې د امن او استحكام په لړ كښې د پاك بحريه په خذماتو ??ريفېنګ وركړو۔ د دورې په دوهم پړاؤ كښې به جنرال چانګ يوشا کراچۍ كښې د پاك بحريه فیلډ کمانډز دوره هم كوي