اسلام آباد15 فروری (اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ??ئېلي دي وفاقي حكومت د ګلګت بلتستان اولس سماجي٬اقتصادي پرمختګ او ښېګړې لپاره عزم لري٬سي ??ېك سره به د سيمې اولس ته نوې اقتصادي موقعې په لاس ورشي۔ده دا خبره د ګلګت بلتستان اعلٰی وزير حفيظ الرحمان سره د ملاقات په مهال په خ??لو خبرو كښې وكړه۔په دې مهال د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر٬د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز او نور اعلٰی چارواكي هم موقع موجود وو۔د ګلګت بلتستان اعلٰی وزير وزيراعظم د سي ??ېك تر سيوري لاندې د ځينې مهمو منصوبو پشمول د بېلو پرمختيائي منصوبو په اړه خبر كړو۔ګلګت بلتستان كښې د برېښنا وضعې په اړه خ??ل بريفنګ كښې حفيظ الرحمان ووئيل موجوده حكومت د تېرو دوو كلونو په مهال موجوده 82 مېګاواټ برېښنا كومه چې د تېرو 70 كلونو څخه سيمه كښې پیدا كېدله 54 مېګاواټ زياتوالې كړې۔ده وزيراعظم ته ووئيل د برېښنا د واجبات ترلاسه كولو صورتحال هم ښكاره ښه شوے او دا مهال وصولۍ نزدې 80 فيصده ته رسېدلې۔ده ووئيل په پاور ګرېډ جوړولو هم كار روان دے۔اعلٰی وزير ووئيل د سي ??ېك تر سيوري لاندې د 180 مېګاواټ استعداد لرونكې برېښنا دوه منصوبې به د سيمې د توان حاجت ترسره كولو له مرستيالې وګرځي۔ده وزيراعظم منطقه كښې د سېلګرۍ ودې لپاره د ګلګت بلتستان حكومت هڅو څخه هم خبر كړو۔اعلٰی وزير وړاندېز ورك??و چې ګلګت لپاره د پي آئي اے پروازونو زياتوالې سره به سيمه كښې سېلګرې وده ومومي ۔اعلٰی وزيراعظم د كينسر روغتون٬مېډيكل كالج او د كارډيالوجي سنټر جوړولو پشمول د ګلګت بلتستان اولس لپاره په بېلو لويو منصوبو د پېشرفت په اړه هم خبر كړو۔وزيراعظم اعلٰی وزير له باور ورك??و چې د سي ??يك تر سيوري لاندې ګلګت بلتستان سره اړوندو ټولو منصوبو ته زر تر زره حتمي شكل وركول او عملدرآمد له به ګامونه پورته كولې شي۔ده ووئيل دير چترال سي ??ېك لينك روډ منصوبې ته هم خاص پام لرنه كولې شي