لاهور ۔ 03 فروری (اے پی پی) د مسلم لیګ(ن) د پنجاب اسمبلۍ غړي حنا پروېز بټ مقب??ضه كشمير كښې د 7 لسيزو څخه زياتې مودې راهېسې د قابض هندي ځواك په ضد قرارداد اسمبلۍ كښې جمع كړو۔ قرارداد كښې وئيلي شوي چې 8 لك??ه هندي ځواك هم د كشميري اولس د آزادۍ تحريك كمزورې كولو كښې ناكامه شوې۔ هندي ځواك د سوؤنو په شمېر بې ګناه كشميري م??شومان پېلټ ګن سره په نښه كړي۔ دې پوځ تش لاسه كشميري اولس د زور ظلم او زياتي نښه جوړه كړې۔ قرارداد كښې وئيلي شوي چې هندي ځواكون?? كالجونو ته ننوتلو سره په طالباتو هم تشدد كوي۔ د ملګرو ملتونو او امريكا په شمول د نړۍ د بشري حقونو تنظيمونو خاموشي لمحه فكريه ده۔ بلخوا هند د نړۍ پام د كشمير مسئلې څخه اخوا كولو له د اېل او سي خلاف ورزۍ كوي۔ ځكه دا ايوان د هندي ځواك ددې بزدلانه فعل غندنه كوي او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كوي چې د كشمير مسلمانانو قربانو څخه سترګې ??ټې نه كړي او د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل باوري كړي۔