ډيووس 25 جنوری (اے پي پي) ??زي??اعظم شاهد خاقان عباسي سره د نامتو كاروباري ګروپ ويون كوم چې په پاكستان كښې د ټيلي كام خدمات وركوونكې نامتو كمپنې جاز په نوم فعال دے٬ چيف اېګزېكټو آفيسر جين يس چارليئر د نړيوال اقتصادي ف??رم په موقع د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجي دوهمه ??زي??ه انوشه رحمان٬ د ??زي??اعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او سينئر چارواكي هم موجود وو۔ ??زي??اعظم په پاكستان كښې د ويون ګروپ د سرمايه كارې٬ كاركردګې ٬ د كارپورېټ سماجي ذمه وارو چارې او د قدرتي آفتونو په مهال د مرستې كارونه وستائيل۔ ده د ويون لخوا د افرادي قوت په تربيه كښې د ګروپ د سرمايه كارۍ ستائنه كولو سره ګڼ شمېر پاكستانيانو ته په ترقي پسند ماحول كښې د كار كولو په موقع وركولو د هغه مننه وكړه۔ د ويون سي اي او په پاكستان كښې د ويون په هلو ځلو كښې په اسانيو پېدا كولو د حكومت د مرستې مننه كولو سره ?? ډېجيټلائزېشن په اړه د پاكستان كامياب كمپائن د ستائنې وړ وګرځولو۔ ده ووئيل چې د اوسني حكومت ?? ډېجيټل وېژن ملاتړ كوو٬ د جدت لرونكې حكمت عملۍ د لارې به د پاكستان مرسته روانه ساتو۔ د يادونې وړ ده چې ويون ﴿جاز﴾ په پاكستان كښې د ټېلي كام خدمات وركوونكې تر ټولو لويه كمپني ده او په پاكستان كښې ئې د اربونو ډالرو سرمايه كاري كړې