اسلام آباد۔2اپرېل (اے پی پی) د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان قامي اسمبلۍ ته وئيلي دي نيويارك كښې د روزوېلټ مالكانه حقونه د پي آئي اے ذېلي كمپنۍ سره دي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنې دمې په مهال د طاهر?? اورنګزېب د پوښتنې په ځواب كښې غلام سرور خان ووئيل د روز و??لټ مالكانه حقونه د پي آئي اے ذېلي كمپنۍ سره دي۔ د کووېډ د لاسه د مېن هېټن 80 فيصده هوټلونه بند كړې شوي۔ په دغو كښې روز و??لټ هم شامل دے۔ د جے پركاش د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل ټورنټو لپاره پروازونه د 5 نه 2 كړې شوي۔ هغه ووئيل د كووېډ له امله په عمومي توګه پروازونو او آپرېشنز كښې 50 فيصده كمے شوے۔ د د حالاتو ښه كېدو سره به دغه بېرته زيات كړے شي ۔ د بنوں ائیرپورټ په اړه د زاهد ا??رم دراني د پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د دغه ائيرپورټ اعلان سياسي ګټې لپاره شوے ؤ۔