اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د كورنيو ??ار?? وفاقی وزیر شیخ رشید احمد د نهي په ورځ د سېف سټي پروجېكټ اسلام آباد دوره كړې ۔ سېف سټي ته په رسيدو وفاقی وزیر ته ګارډ آف آنر وړاندي كړے شو۔ د كورنيو ??ار?? وزير شیخ رشید له د سېف سټي په کیمرو تفصیلي بریفننګ وركړے شو۔ آئي جي اسلام آباد د كورنيو ??ار?? وزير ته د امن په اړه بريفنګ وركړو۔ د كورنيو ??ار?? وزير ته د اسلام آباد په بيلو سيمو كښې پ?? لګولے شوو كيمرو بريفنګ هم وركړے شو۔په دې موقع د كورنيو ??ار?? وزير اسلام آباد كښې شوي اقدامات ستائلو سره ووئيل دلته د نورو كيمرو لګولو ته اړتيا ده ، د امن او امان باوري كول زم??نږ د ټولو ذمه واري ده۔په دې موقع میډيا سره په خپلو خبرو كښې د كورنيو ??ار?? وزير ووئيل اسلام آباد كښې به د رواني مياشت په مهال ډير كار كولې شي۔ده ووئيل پولیس هم د فرنټ لائن ذمه وارۍ ترسره كوي، این سي او سي سره به خبره كولې شي چې پولیس لائن له هم د کورونا ویکسینېشن آسانۍ وركړې شي، سېف سټي اتھارټی قانون به پاس کولې شي۔ده ووئيل اسلام آباد زيات خپور شوے ، 240 ټورسټ پولیس لانچ کوو، د پولیس د اضافي نفري سمري وزیراعظم عمران خان ته به ليږلې شي۔ده ووئيل ميډيا سټي او خبريالانو له به د كورنو اعلان زر وكړے شي او دې نه پس به بيا دغه كار د پريس كلب وي،دا آسانۍ به هغه خبريالانو له وركولې شي كوم چې دلته رهائشي آسانۍ نه لري۔ده ووئيل 11،22 لپاره به 25 ګاړي اخستلې شي، اسلام آباد پولیس مثالی پولیس دي دا به لا ښه كولې شي۔ ده ووئيل 8 ډرون اخلو۔ د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل بايد د اسلام آباد پولیس تنخاګاني او الائونس هم زيات كړې شي۔ده ووئيل د پنجاب وزیر اعلیٰ عثمان بزدار په ضد كوم عدم اعتماد نه شي راوړلې كيدے ٬ وزیراعظم هغه سره ولاړ دے۔ ده ووئيل پي ډي اېم وړاندې څخ?? ختم شوے.ښار لپاره 18سوه کیمرې د وړاندې څخ?? لګولې شوي 12سوه به نوري لګولې شي۔ د يوې پوښتني په ځواب وفاقی وزیر ووئيل دا زما 15م وزارت دے، وزیراعظم سره راغلے يم، د هغه سره ولاړ يم او وزیراعظم به كاله پوره كوي