اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان وئېلې دي په ټول هېوا?? كښې د 60 كالو څخه زيات عمره 8 لكه كسانو د كورونا ويكسينشن لپاره رجسټرېشن كړے ؤ چې پكښې دوه نيم لكه وګړو ته د كورونا ويكسين وړومبے ډوز لګولے شوے٬د رجسټرېشن عمل لا تندولو لپاره به د نورو انتظاماتو سره سره كمپائن هم چلولې شي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل په هېوا?? كښې د 60 كاله څخه زيات عمره 13 ??لي?? وګړي دي چې پكښ?? تراوسه 8 لكه وګړو د كورونا ويكسينېشن لپاره رجسټرېشن كړے۔ډاكټر فيصل سلطان ووئيل حكومت د 70 كاله څخه زيات عمره وګړو له د رجسټرېشن نه غېر د ويكسينو لګولو پريكړه كړې۔د 70 كاله څخه زيات عمره كوم وګړي چې ويكسين لګول غواړي هغوي كوم هم سنټر ته د خپل شناختي كارډ په ښودلو ويكسين لګولې شي۔ده ووئيل وفاقي حكومت ټولو صوبو له ويكسين وركولو لپاره وسائل كاروي خو كه كومه صوبه ويكسين راغوښتل غواړي نو هغوي ته هېڅ ډول اېن او سي ته حاجت نشته۔د اتلسم بدلون نه پس كوم هم دارو يا ويكسين راغوښتلو له خپلواكه دي۔ده ووئيل اېن سي او سي په ټول هېوا?? كښې د كورونا صورتحال جاج اخستلو نه پس پريكړې كوي۔حكومت په وبا قا??و موندلو له چې كوم بندېزونه او اېس او پيز جاري كړي كه اولس په هغې عمل وكړو نو وباﺀ زياته نه شي خپرېدې