دوشنبے۔31 مارچ(اے پی پی) د پاكستان او تاجكستان خارجه ??زيرانو ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې اترې شوي ۔ دواړه خارجه ??زيران دوه اړخيزه اړيكې زياتولو او په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو له په ګډه هڅو كولو ته صلاح شوي ۔ دې نه وړاندې د شورؤ په ورځ خارجه ??زارت ته په رسېدو د تاجکستان خارجه ??زير مهر الدين د شاه محمود قرېشي او د هغه پلاوي تود هركلے وكړو ۔ خارجه سېكرټري سهېل محمود ٬ تاجكستان كښې د پاكستان سفير عمران حېدر او د پاكستان سفارت سينئر چارواكي خارجه ??زير سره ملګري وو۔ دغسې د تاجكستان خارجه ??زارت كښې د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې اترې شوي ۔ د پاكستان پلاوي م??ري خارجه ??زير شاه محمود قرېشي او د تاجك پلاوي م??ري تاجک خارجه ??زير مُهرالدین سراج الدین كوله۔ په خبرو كښی په دوه اړخيزه اړيكو ٬ بېلو څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو خارجه ??زيرانو په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې لا مستحكم كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ خارجه ??زير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان تاجکستان ته د ګوادر پورټ په صورت تر سوئيلي ختيزې آسيا ٬ منځني ختيز او تر افريقې لنډه لاره وركوي۔ دا بندر ځايونه د پاكستان او تاجكستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو له مرستياله ثابتېدے شي۔ دواړو خارجه ??زيرانو د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د وزارتي كمېشن او د شريك وركنګ ګروپس په ډ??ل “ادارہ جاتی مېکانزم” لا مضبوط او فعالولو په حاجت زور راوړو۔ خارجه ??زير هيله ولرله چې د پاكستان او تاجكستان ترمينځه پنځمې دوه اړخيزه سياستي م??اورتي غونډې سره به د د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو لار هواره شي۔ دغسې دواړه خارجه ??زيران د اړيكو زياتولو او په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو لپاره هلو ځلو ته صلاح شوي