اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم مذهبي همغږۍ خاص نمائنده او د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د اېس او پيز ترمخه به جوماتونه پرانستي وي، په روژه مباركه كښې به په جوماتونو كښې ??را??يح كيږي، علماء کرامو فتويٰ وركړي چې کورونا ويکسين دې ولګولې شي، چا چې يو انسان بچ كړو هغه ټول انسانيت بچ كړو، پاکستان عرب نړۍ سره ښه اړيكي لري، د کويت سره د ويزو سلسله پيل كيدونكي ده، پاکستان عرب نړۍ لپاره پرانستے دے او عرب نړۍ د پاکستان لپاره، تر څو چې د كشمر مسئله نه وي حل شوي سيمه كښې امن نه شي راتللے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ خبري کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل حکومت جوماتونه نه بندوي، جوماتونه د عبادت ځايونه دې ، د کورونا وباء په مهال تر ټولو زيات په جوماتونو كښې په اېس او پيز عمل شوے، دا واضحه كوم چې جوماتونه به پرانستي وي، د روژې مباركي مياشت په مهال به جوماتونو كښې ??را??يح او مونځ به هم كيږي خو په احتياطي تدابير به عمل كول وي۔ده ووئيل مونږ تير كال هم جوماتونه نه وؤ بند كړي، تير كال هم په جوماتونو كښې ??را??يح او د اختر مونځونه شوې وؤ،سږ كال به هم وي۔ده ووئيل د تيرو 5 مياشتو په مهال عرب نړۍ سره اړيكو كښې ښه والے راغلے، د سعودي عرب ولي عه?? امير محمد بن سلمان وزيراعظم عمران خان سره تماس نيولے او هغه له ئې د سعودي عرب دورې بلنه وركړې كومه چې هغه قبوله كړې ۔ وزيراعظم به ډير زر د سعودي عرب دوره وكړي۔ ده ووئيل د سعودي عرب د ولي عه?? د اړخه مينځني ختيز ا?? سعودي عرب كښې د اونو نالولو اعلان شوے، مونږ په دې لړ كښې د خپلې تجربې له مخي سعودي عرب سره مرسته كوو۔ده ووئيل سعودي عرب، متحدہ عرب امارات او نورو هېوادونو كښې د موجودو پاکستانيانو مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي