اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د پاكستان ورځې جوائنټ سروسز پرېډ د اسلام آباد په شكرپړيا پرېډ ګراٶنډ كښې وشو. د پاك بحريه كمانډر محمد شاهد اقبال په مشرې كښې د پاك بحريه چټك ډله د جوائنټ سروسز پرېډ برخه وه. د پاك بحريه په ډله كښې مېرمنې افسرانې، ?? نېوي سپېشل سروس ګروپ او د پاكستان نېوي بېنډ شامل وو. د پاك بحريه د ډلې ځانګړې پېژن??ګل?? په دې كښې شامل د وړومبي پاكستاني سكھ نيول آفيسر لېفټېننټ پَوَن سنګھ شركت و. د پاك بحريه د مېرمنو افسرانو مشري لېفټېننټ كمانډر ثناء فردوس وكړه. د پاك بحريه په ډله كښې نور هم يو شمېر افسران شامل وو.