اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي)د پاكستان تحر??ك انصاف لارښود سينيټر فيصل جاويد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان په هره كچه سپيځلتيا غواړي، وزيراعظم عمران خان سياست څخه كرپشن ختمولو له راغلے ،وزيراعظم عمران خان سياست كښې كارخاني لګول او ايون فيلډ محل جوړولو له نه دې راغلے،وزيراعظم عمران خان له لوي څښتن هر څيز وركړے، د سېنېټ ټاكنې كه د اوپن بيلټ د لارې وي يا د پټې شميرې خو پاكستان تحر??ك انصاف به خپلې چوكۍ ??ټي ۔دا خبري ده د نهې په ورځ د سپريم كورټ په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړي۔ ده ووئيل اپوزيشن د غلا لارې نه بندوي بلكه د غلا لارې پرانستلي ساتل غواړي،د اولسي ګټې قانون سازۍ په ځاے اپوزيشن ګوندونه خپلې ذاتې ګټې ته پام لرنه كوي ۔ ده ووئېل كشمير كاز لپاره چې هېواد كښې د يووالي حاجت ؤ هغه ??خت اپوزيشن د جميعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان راوړاندې كړو او وفاقي پايه ??خت كښې ئې د حكومت بليك ميل كولو هڅې وكړې