اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير علي امېن ګنډا پور وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره ګامونه پورته كوو،سېلګرۍ سره به په نړيواله كچه د پاکستان ??شخ?? نور هم ښه شي، د سېلګرۍ پرمختګ سره به د پاکستان معيشت مستحکم شي،ګلګت بلتستان د سېلګرۍ په اړه په هغه سيمو كښې شامل دے كوم ته چس تيرو حكومتونو پام لرنه نه ده كړې ،ابتدائي پروجيکټ كښې به 150 كورونه جوړولې شي،دا پروګرام به بيا پراخه كولې شي، د سېلګرۍ ودې لپاره ??کو??ت د بابو سر ټاپ ټنل جوړولو منصوبه بندي کوي، د ګلګت بلتستان ټولو روغتونو له به بنيادي آسانۍ وركولې شي۔ د شورو په ورځ د نېشنل بينك آف پاکستان او ګلګت بلتستان ??کو??ت ترمينځه د مفاهم په ياداښت لاس ليك دستوره نېشنل بنك اسلام آباد كښې وشوه۔ د لوظنامې ترمخه به نېشنل بينك د ” اين بي پي ميزبان” پروګرام ترمخه ګلګت بلتستان كښې قر?? وركوي،قرض به كورونو كښې د سېلګرو رهائش لپاره د ك??ټو جوړولو لپاره استعماليدې شي، د پروګرام ترمخه د ګلګت بلتستان ټولو كليو كښې به اولس له قر?? وركولې شي،په ابتدائي توګه به د ګلګت بلتستان ټولو ضلعو كښې 150 كورونو كښې پائلټ پروجيکټ پيل كوي۔نېشنل بنك په ابتدائي توګه دې پروګرام لپاره 20 كروړه روپۍ بيلې كړي۔ د يوې كوټې جوړولو لپاره به 3 لکهه 75 زره روپۍ وركولې شي۔دوو ك??ټو لپاره به 8 لکهه روپۍ وركولې شي دغسې د درېو ك??ټو لپاره به 13 لکهه 75 زره روپۍ وركولې شي