اسلام آباد 29 جنوري(اے پي پي) دفاع لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنيټر وليد اقبال ??ئي??ي دي د پارلمان شريكې غونډې ته د صدر خطاب ته اهميت ترلا??ه وي٬ اولس مشر خپله وېنا كښې چې د كومو حكومتي اقداماتو ذكر كړے ، ھغه د هېواد بهترۍ لپاره ډېرې مهمې دي٬ جمهوريت لوي نعمت دے٬ كله چې دا جمهوريت نه وي نو بيا به معلومه شي چې څومره ستونزې موي٬ دا تور سم نه دے چې د تحريك انصاف حكومت زيات آرډيننس جاري كړي ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پارلمان شريكې غونډې ته د صدر په وېنا بحث ??ښې ده و??ئي?? حكومت د اولس په مرسته د كرونا په صورتحال قابو موندلے، هېواد كښې امن ا?? په قدرتي آفتونو كښې په بشپړه كردار لوبولو امنيتي ادارو او فرنټ لائن هېلته ورركز ته سلام كوٶ۔ ده و??ئي?? د كال 1993 نه تر كال 1996 د پيپلز پارټۍ په حكومت كښې 357 آرډيننس جاري شوي او رضا رباني تر اوسه د ھغې ځواب نه دې راكړے٬ سېنيټر جاوېد عباسي په تحريك انصاف تور لګلولے چې اوسني حكومت زيات آرډيننس جاري كړي خو دا تور بيخي سم نه دے٬ تېرو 16 جمهوري حكومتون?? په 33 كالو كښې په كلنه توګه اوسطاً 29 ارډيننس جاري كړي او د دې مجموعي شمېره 954 ده۔ ده و??ئي?? حكومت هڅه كوي چې هېواد د مسئلو نه خلاصولو له اولس ته ريليف وركړي۔