اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد سره پاكستان د المان سفير برنارډ شلاګیک د نهې په ورځ داخله ??زا??ت كښې م??اقات كړے۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د داخله ??زا??ت لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې داخله وزير ووئيل پاکستان المان سره خپلې اړيكې م??مې ګڼي او المان سره دوه اړخيزه مرسته لا زياتول غواړي۔ هغه ووئيل پاكستان د المان سرمايه كارو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركوي۔ هغه د پاكستان سماجي او اقتصادي پرم??تګ لپاره د المان د كردار ستائنه وكړه۔ د المان سفير پاكستان كښې د امن وضعې ښه كېدل وستائل او هغه د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته لا وده وركولو له د خپلې خوښې څرګندونه وكړه۔ هغه ووئيل په دې لړ كښې به په زړه پورې هڅې كولې شي۔ داخله وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې زياتولو او د يو بل تجربو نه د ګټې پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ هغه ووئيل د المان اېن جي اوز پشمول چې كوم اېن جي اوز د چارټر له مخې كار كوي هغوي د كار حقله هېڅ م??ئل?? نه لرو۔ حكومت به هغوي ته ضروري آسانۍ وركوي۔