اسلام آباد 17 دسمبر (اے پی پی) د مواصلات وفاقی وزیر مراد سعید وئيلي دي اروپائي ائتلاف رپورټ د پاکستان په ضد د هند بې بنسټه ډنډوره په ډاګه كړې،هند 15 كلونو راهسې د جعلی این جی اوز د لارې 116 هېوادونو ك??ې د پاکستان په ضد ډنډورې كوي ٬ د ډنډورې مقصد پاکستان، پاك پوځ ، سی پیك او د پاکستان معیشت په نښه كول او عدم استحکام سره د کشمیر کاذ ته زيان رسو?? وؤ، زمونږ ځينې ملګرې هم ?? دې كمپائن برخه ګرځيدلې كوم چې د هندي نیټ ورك لخوا 15 كالو نه ټوله نړۍ ك??ې د پاکستان بدنامولو له چليږي، د پی ډی اېم بیانیه هم هندي عزائمو ته تقویت وركوي۔ده ووئېل 54 كالو كښې په وړومبي ځل وزیراعظم عمران خان د ټولې نړۍ په وړاندې د کشمیری اولس سفیر په توګه د هند ناوړه عزائم څخه نړۍ خبر كړې، په اسلاموفوبیا خبره كولو سره ئې د اسلامی نړۍ ترجمانی كړي، وزیراعظم عمران خان راتللو سره په نړيواله كچه د پاکستان مثبت تشخص رامخې ته شوے او نن پاکستان په ټوله نړۍ ك??ې د سېلګرۍ او امن په اړه منلے كيږي۔ ?? دې خيالاتو څرګندونه ??ه د زيارت په ورځ يو پریس کنفرنس ته وكړه۔ ده ووئيل د اروپائي ائتلاف ګمراہ کونكې ډنډورې په اړه رپورټ رامخې ته كيدو نه پس زمونږ ملګرو او پی ډی اېم د هند په ضد څه نه ??ي وئېلي ۔ وفاقی وزیر د خارجه دفتر پخواني وياند تسنیم اختر د خبرو ویډیو کلپ هم میډیا سره شیئر کړو كوم كښې چې هغه اعتراف کړے چې د وزیراعظم په حېث نوازشریف خارجه دفتر ته سپارښتنه كړې وه چې کلبھوشن یا د هند په اړه خبره ونه كړې او نه په خله چرې د کلبھوشن نامه واخلې ۔ ده ووئيل هم دغه وجه ده چې د مودي واده له رابلونكو او د جندال ملګرو نه پخ??ا خبره كړې او نه ??ر اوسه ?? دې رپورټ رامخې ته كيدو نه پس ئې كوم بيان رامخې ته شوے۔ په دې مهال د پخواني خارجه سیکرټری بیان هم میډیا ته واورولې شو كوم كښې چې هغه وئيلي دي د نواز شریف د خارجه پالیسۍ په وجه پاکستان او کشمیر کاز ته زيان رسيدلے