اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د پاکستان اکانومي واچ چئيرمېن برېګيډيئر (ر) محمد اسلم خان وئيلي دي په كلنه توګه د کھربونو زيان كوٶنكو ادارو د تنظيم نو پرېكړه خوشبينه ده، د کاميابۍ په صورت به په حكومت د اربونو روپو فشار كم شي كوم چې ?? هېواد پرمختګ لپاره ضرورې دے ٬ په خرڅونو او آمدن كښې د عدم توازن خاتمې نه غېر هېواد پخپلو پښو نه شي اودرېدے۔ محمد اسلم خان د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې ووئيل په ناكامه كمپنيو د هېواد د دفاع څخه زيات خرڅ كېږي او دوي په مصنوعي توګه ژوندۍ سا??لو لپاره حكومت د اربونو روپو پور اخلي كوم چې ?? پاكستان غوندې هېواد سره ظلم دے۔ ده ووئېل په تېرو څلوېښتو كالو كښې ټولو حكومتونو پي آئي اے، سټيل ملز، رېلوے او داسې نورې ادارې ګټورې جوړولو يا د دې نه ځان خلاصولو هڅې كشوې كومې چې نه دي كاميابې شوي ٫بس د يو څو ادارو نجكاري كاميابه شوې ۔ده ووئېل اوس وزيراعظم عمران خان د دې ادارو تنظيم نو كولو او دوي په بېلا بېلو برخو ??ښې تقسېمولو سره په دې كښې د مېرټ په بنياد د اعلٰې افسرانو د تعيناتۍ پرېكړه كړې كومه چې ??وشبينه ده