اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان صنعتونو لپاره د لوي ريليف پېكج له مخې دوي ته د ارزانې برېښنا وركولو اعلان كړے او وئيلي ئې دي د نومبر د وړومبنۍ نېټې نه به د وړوكې او مېنځنې درجې صنعتونه په اضافي برېښنا 50 فيصده او لوي صنعتونه به 25 فيصده رعايت ترلاسه كړي. په تېر وخت كښ?? د ګرانې برېښنا جوړولو لوظنامې شوې چې له امله ئې صنعتونو ته ګرانه برېښنا وركولې شي، دې پېكج سره به صنعتونه وده ومومي، د روزګار موقعې به راپېدا شي او معيشت به وده وكړي، په هېواد كښ?? د كورونا وائرس وباﺀ په شدت كښ?? اضافه كېږي، وګړي دې په اولسي ځايونو د ماسك اچول باوري كړي، د وباﺀ په دوهم پړاٶ كښ?? به كاروبار او صنعتونونه نه بندوو. وزيراعظم دا خبرې صنعتونو لپاره د لوي ريليف پېكج اعلان كولو په مهال وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل صنعتونو لپاره د پېكج اعلان كوو كوم چې صنعتكارو لپاره زېرے دے. د?? ووئيل په پاكستان كښ?? د هند او بنګله دېش په مقابل كښ?? 25 فيصده ګرانه برېښنا وركړے كېږي او د دغې په نتيجه كښ?? مونږ د برآمداتو په څانګه كښ?? د خپلو ګاونډيانو هېوادونو مقابله نه شو كولے. د?? ووئيل په تېر وخت كښ?? د ګرانې برېښنا جوړولو لوظنامې شوې وې او له امله ئې صنعتونو ته ګرانه برېښنا وركولې شي. د?? ووئيل د ګرانې برېښنا له امله زمونږ صنعتونه سخت صورتحال سره مخ دي، د هېواد برآمدات د ګرانې برېښنا له امله كم شوي او دا د 25 اربه ډالرو نه 20 اربه ډالرو ته راغلي. د?? ووئيل كله جې برآمدات زيات وي نو د دې په نتيجه كښ?? دولت زيات شي، د هېواد معيشت او د روپې قدر مستحكم شي. د?? ووئيل د صنعتي عمل پرمختګ سره د روزګار موقعې راپېدا كېږي، صنعتي څانګې لپاره يو پېكج جوړ كړے شوے. حكومت وړاندې هم برآمد كوونكو ته پېكج وركړے ؤ، په برآمداتو كښ?? اضافې لپاره ټول ضروري اقدامات كوو. د?? ووئيل د دې پېكج له مخې به د نومبر د وړومبې نېټې نه د وړوكې او مېنځنې درجې صنعتونه په اضافي برېښنا 50 فيصده او لوي صنعتونه 25 فيصده رعايت ترلاسه كړي. صنعتي څانګې لپاره به كوم پيك آور نه وي. ټول صنعتونه به راتلونكو درېو ??لو??و لپاره په رعايتي نرخونو برېښنا ترلاسه كړي. د?? ووئيل هيله ده دې پېكج سره به برآمدات زيات شي. د?? ووئيل د اوسني حكومت اقداماتو په نتيجه كښ?? د ګاډو خرڅېدل زيات شوي، د تعميرات څانګه مخ په وړاندې تللې. د?? ووئيل روزګار وركول د حكومت ذمه واري ده، ر??زګار ترلاسه كېدو سره به غربت كم شي. دوزيراعظم ووئيل د كورونا وائر وباﺀ له امله د خدماتو څانګه تر ټولو زياته ځپلې شوې، رستورانونو، شادي هالونو او سېلګرې ته زيان رسېدلے. وزيراعظم عمران خان ووئيل په هېواد كښ?? د صنعتونو وده ضروري ده ځكه چې دې سره دولت پېدا كېږي. د قرضونو ستنولو لپاره به استعداد زيات شي. د?? ووئيل د كورونا وائرس وباﺀ نه پس د هېواد په برآمداتو كښ?? اضافه خوشبينه ده ځكه چې د كورونا وائرس د وبا په وجه په نړيواله كچه معيشتونه ځپلي شوي. د كورونا وائرس نړيوالې وباﺀ له امله ټوله نړۍ د سخت وخت نه تېرېږي. په نړۍ كښ?? د كورونا وائرس د وبا دوهم پړاٶ پېل شوے. په پاكستان كښ?? هم كېسونه زيات شوي. اولس ته خواست دے په اولسي ځايونو د ماسك استعمال باوري كړي. د?? ووئيل د هند پشمول په نورو هېوادونو كښ?? د كورونا وائرس زيات خپور شوے، خو په پاكستان كښ?? د الله په كرم حكومت دانشمندانه پرېكړې كړي او په نتيجه كښ?? ئې صورتحال قابو شوے خو كه بې پروائي وكړې شوه نو وبا به بيا خپره شي او هېواد ته به زيان ورسي. د?? ووئيل د كورونا وائرس د وباﺀ په دوهم پړاٶ كښ?? به كاروبار او صنعتونه نه بندوو. د صنعتونو پايه به د اېس او پيز له مخې چلېږي. وزيراعظم صنعتونو لپاره په پياوړي پېكج جوړولو خپلې معاشي ډلې له مباركي وركړه. په دې موقع وفاقي وزيرانو اسد عمر، عمر ايوب او د خزانې سلاكار عبدالحفيظ شېخ هم وېنا وكړه.