اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي په تحقيق اډانه قانون س??زۍ د ترقي پسندې او فلاحي ټولنې جوړولو كښې مهم كردار ترسره ك??لې شي۔د اكېډميا او د پوهانو رائې او معاونت د قانون س??زۍ په عمل كښې ځانګرے كردار او اهميت لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ سائنسز اينډ ټېكنالوجي صوابۍ (جي آئي كے آئي)او د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ ترمينځه د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستورې ته د خطاب په مهال وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر ووئيل د تعليم پوهانو او اكېډميا رائې قائمه كمېټو كښې د قانون س??زۍ عمل ښه كولو لپاره ضروري دي ۔ده ووئيل په قائمه كمېټو كښې به په تعليم او تحقيق اډانه قانون س??زي هېواد ته د رامخې ته مسائلو حل كولو او په سباؤن كښې پالېسې وضع كولو كښې مرستياله ثابت شي۔ده ووئيل هيواد كښې د توان ، سائنس او ټیکنالوجی کمی په وجه د كركيلې څانګه ستونزو سره مخ ده۔ده ووئيل هيواد ته د پېښو چیلنجونو مخنيوي لپاره د محققینو او پوهانو کردار مهم دے۔ ده ووئيل د جی آئی کے آئی پراختيا لپاره یونین کونسل (بتاکارا ) كښې د زمكې الاټمنټ لپاره خېبرپښتونخوا حکومت سره د خبرې كولو باور راكړے شوے۔ جی آئی کے آئی پرو ریکټر پروفیسر ډاکټر جمیل النبی د ښه قانون س??زۍ لپاره مقننه كښې د پوهانو ترمينځه په مرسته كولو د سپیکر ??ژن وستائلو۔ ده سپیکر اسد قیصر له د توان ، سائنس اینډ ټیکنالوجی په اړه قائمه کمیټیو ته د جی آئی کے آئی ترمينځه د مرستې او نزدې رابطو باور وركړو