اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي سياسي اختلافات پخپل ځائ خو رياست له ي?? موټې پاتي كېدل پكار دي ٬ پاکستان جيو ستراتيژك اكنامك حب دے، د حکومت او حزب اختلاف ترمېنځه روابط زياتولو ته اړتيا ده، په قامي كچه علماﺀ كرامو سره ښه روابط لرو۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي سره خپله خاص مركه كښې ده ووئ??ل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د ټولو نه زياتې كاميابۍ ترلاسه كړي، هند په هر فورم د پاكستان په ضد ډنډوره كړې خو هغه پخپله ذليله شوے۔ د?? ووئيل پاكستان ملګري ملتونه او نړۍ خبر كړې چې د هند لخوا ترهګري كېږي۔ د?? ووئ??ل د اېم كيو اېم الطاف كاركنانو هند څخه د تربيې او د فنډنګ اخستو اعتراف كړے ، د کراچۍ حالات په خرابولو كښې هم هند ككړ دے ٬ مودي خپله وئيلي دي چې په ختيز پاكستان كښې مو كردار لوبولے او په سازشونو كول?? مو پاكستان ته زيان رسولے۔ د?? ووئيل هند په بېلا بېلو طريقو سازشونه ك??ي٬ هند د ترهګرۍ نه انكار كوي خو په حقيقت كښې په ترهګرۍ كښې ككړ هېواد دے ۔ د?? ووئيل ګاٶنډيانو سره هم د هند اړيكې ښې نه دي٬ د پاكستان دننه سياسي قواؤ نه پوهه پكار ده چې بريد د بهر څخه دے او دوي له د دښمن آله كار جوړېدل پكار نه دي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئېل هند د وسلې په زغل كښې تر ټولو وړاندې روان دے ۔ صدر ووئ??ل د هائبرډ وار پحقله هند د پاكستان په ضد سازش كړے٬ صدر ووئ??ل د حكومت د هلو ځلو په نيتجه كښې پاكستان جيو ستراتېژك حب جوړېږي، افغانستان كښې د امن راتللو سره به د پاكستان د لارې تجارت كېږي چې پرې هند پرېشانه دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب صدر ووئ??ل د صحت٬ کووېډ۔19 او په جوماتونو كښې د اېس او پيز عمل درامد سره د مېرمنو د حقونو پحقله د علماﺀ كرامو كردار د ستائنې وړ دے، د علماء او رياست ترمېنځه دا مهال زياتو روابطو ته اړتيا ده۔ د?? ووئيل هېواد كښې د يو ډول تعليمي نظام او قامي سوچ په اړه هم د دوي خدمات د ستائنې وړ دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب صدر ووئ??ل د مولانا فضل الرحمن پرلت څخه به په کشمير کاز اثر پرېوځي۔ د?? ووئيل په اسټيبلشمنټ د مخالفې ډلې تنقيد د افسوس وړ خبره ده، د هېواد د ادارو بدناۍ سره د پاكستان زيان كېږي۔ د?? ووئيل حکومت چې د بدعنوانۍ خاتمې لپاره ك??مې هڅې كړي ھغه مخالفې ډلې ته قبول نه دي۔ د?? ووئ??ل د بدعنوانه عناصرو څخه به پېسه اخستل وي۔ صدر ووئ??ل د پانامه کېس په اړه په سپريم كورټ بريد شوے۔ صدر ووئيل په هېواد كښې ترسيلات زر زياتېږي او د تېرې مياشتې په نسبت دې مياشت كښې ترسيلات زر 31 فيصده زيات شوي كومه چې د معاشي استحكام او په حكومتي پاليسو د اولس د باور څرګندونه ده