اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان وئيلي دي فوډ سکيورټي باوري كول زمونږ لومړۍ ترجيح ده٬ د زرعي څانګې بهترۍ٬ په ??ېداوار كښې اضافه او څانګه په جديد ډول روانولو لپاره دې اېكشن پلان وړاندې كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شور?? په ورځ د زرعي څانګې اصلاحات?? په خاص توګه د زرعي پېداوار ا??اف?? او د فوډ سكيورټي چېنلجونو مخنيوي لپاره د پورته كړو اقدامات?? په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ كول?? په مهال كړې۔ په غونډه كښې د نېشنل فوډ سكيورټي وفاقي وزير سيد فخر امام، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د نېشنل فوډ سكيورټي سېكتر عمر ??ميد خان او زرعي څانګه سره تړون لرونكو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د هېواد د زياتېدونكې آبادۍ له مخئ د فوډ سكيورټي په اړه د رامخې ته چېلنجونو، د بېلا بېلو زرعي تخمونو د پېداوار موجوده صورتحال٬ د وزيرِاعظم په اېګريکلچر اېمرجنسي پروګرام د پېشرفت او زرعي څانګه په جديد ډول روانول?? په اره تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزيرِاعظم عمران خان غونډې ته خپله وېنا كښې ووئيل فوډ سکيورټي باوري كول زمونږ لومړۍ ترجيح ده٬ د زرعي څانګې بهترۍ له د پېداوار ا??اف?? لپاره د مرتب كړو مېډيم او لانګ ټرم منصوب?? په اړه په ??ائم لائنز آډانه اېكشن پلان دې وړاندې كړے شي۔ وزيرِاعظم د بېلا بېلو تخمونو پېداوار په اړه سم٬ مستند او د باور وړ ډېټا په اړه امر وكړو چې د ټولو صوبائي حكومتونو او اړوندو څانګو معاونت سره په ??وډ سكيورټي وزارت كښې د نېشنل فوډ سكيورټي ډېش بورډ فعالولو عمل ګړندې كړئ۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې ټولو سټېك هولډرز٬ ريسرچ ادارې٬ پوهنتونونه او د اړوندو ادارو ترمېنځه مشاورت دې لا زيات ا?? په دې لړ كښې دې كوټلې نظام ??وړ كړے شي۔ وزيرِاعظم امر وكړو چې د زرعي تخمونو د پراسېسنګ په اړه خاص اقتصادي زونز ته دې خاص پاملرنه وكړې شي۔ د زرعي تخمونو پېداوار زياتولو او زرعي څانګه په جديد ډول استوارول?? په اړه وزيرِاعظم د چين تجربو څخه په استفاده كولو زور رواړولو سره ووئيل د چين د پوهې او مرستې نه بشپړه استفاده باوري كړئ۔ وزيرِاعظم د اېګرو اېكولوجيكل زونز بيا د سره د مرتب كولو امر هم وكړو۔ وزيرِاعظم د خونه (زيتون)، دالونو او د داسې نورو تخمونو د كومو ضرورتونه چې د درآمد د لارې پورا كېږي د هغې كروندګر دې هغه تخمونو ته راغب كړے شي چې كوم زيات پېداوار وركوي ا?? په دې لړ كښې دې د ھغوي ل معاونت وكړے شي