اسلام آباد ۔ 24 اګست (اے پی پی) د ??ېن??ټ د اطلاعات او خپرونو كمېټۍ چيئرمېن ??ېن??ټر فېصل جاوېد وئيلي دي اپوزیشن خپل كرپ??ن او مني لانډرنګ بچ كولو له د اولنې ورځې نه د حكومت بلېك مېل كولو هڅې كوي۔ د ګل په ورځ جاري بيان كښې ??ېن??ټر فېصل جاوېد ووئيل د كورونا وبا په حقله د حزب اختل??ف ډلې ټول كمپائن د اولس د ګمراه كولو هڅه وه۔ ده ووئيل مخالفه ډله اوس په اېف اے ټی اېف قانون هم بېل مېلنګ كوي كوم چې د بې وزله اولس لپاره دے ۔ دوي د بلېك مېلنګ د لارې د خپل كرپ??ن او مني لانډرنګ نه خلاصې غواړي۔ ده ووئيل حزب اختلاف چې څنګه د مشرف سره اېن آر او كولو باندې مقدمو نه خلاصې موندلے دغسې مونږ سره هم اېن آر او كول غواړي۔ ده ووئيل مخالفه ډله به راتلونكو ورځو كښې د بلېك مېلنګ يوه بله لاره كاروي۔ د دې ټول بلېك مېل??ګ په شا د اېن آر آو مطالبه ده كومه به چې وزيراعظم عمران خان كله هم ورنه كړي