ګلګت 05 اګست (اے پی پی) د ټول هيواد غوندې ګلګت بلتستان كښې هم د كشمير د استحصال ورځ د دې عزم سره لمانځلې شوې چې د مظلومه كشمیریانو د هندي ظلم او جبر او استحصال څخه خلاصولو ??ه هر دول اخلاقی او ??فا??تی هڅې روانې ساتلې شي۔د دې ورځ په مناسبت سره د ګلګت بلتستان ګورنر راجه جلال حسین مقپون په مشرۍ كښې د ګلګت ګورنر هاؤس څخه يو لاريون وېستلے شو چې پكښې د نګران صوبائی حكومت وزيرانو ، اعلیٰ سول او عسكری قیادت، او د سول سوسائټۍ غړو په ګڼ شمير ګډون وكړو۔ په دې موقع ګډون كوونكو د كشمیریانو سره د يووالي څرګندونې لپاره يوه دفيفه خاموشی هم اختیار كړه ۔ د ګلګت بلتستان ګورنر ووئيل آر اېس اېس ترهه ګر او هندي وزیراعظم نریندر مودی نه يواځې د كشمیر مسلمانان بل??ه د ټول ??ند مسلمانان ستونزو سره مخ كړي ۔ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كولو سره د ??ند حكومت او مودی مكروه مخ په بې نقابه كړے او هغه د ملګرو ملتونو مشرانو غونډه كښې د كشمیر مسئله په ښه ډول وړاندې كړې ۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان د ښې او كامیابې ??فا??ت كارۍ په وجه مقبوضه كشمیر د نړيوال پام مركز ګرځېدلے ځ??ه د امریكې صدر په دې مسئله د ثالثۍ وړانديز كړے ۔ ده ووئيل وفاقی حكومت د 5 اګست ورځ د استحصال ورځ په توګه د لمانځلو ??ريكړه كړې او مقبوضه كشمیر ئې د پاكستان سركاری سیاسی نقشه كښې په باقاعده توګه د شاملولو ??نظورۍ وركولو سره كشمیر هائی وے له د سری نګر هائی وے نامې وركولو اعلان هم كړے كوم چې د كشمیر د آزادۍ پلو ??و مهم ګام دے