اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرس??يا?? سيد ذوالفقار عباس بخاري وئيلي دي په بهرنيو هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان ??و په خاص توګه مزدوران ??و زده كوونكي په ترجيحي بنيادونو و??ن ته راوستلو لپاره به د جون په 20مه نېټه پروازونه پېل كولے شي، راستنېدونكو لپاره به قرنطينه لازمي وي، د مارچ د 21مې نېټې نه تر اوسه پورې 80 زره پاكستانيان ??اغلي دي، د كورونا وائرس له امله د حق رسېليو 400 كسانو مړي د سعودي څخه راوړلې شوي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د وزيراعظم د قومي سلامتيا خاص مرس??يا?? معيد يوسف سره يو په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر﴿اېن سي او سي﴾ كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرس??يا?? سيد ذوالفقار عباس بخاري ووئيل په خليجي هېوادونو كښې ګېر شوي پاكستانيان ??تونزو سره مخ و??. د هغوي د ستونزو نه خبر يو او حل لپاره ئې اقدامات كوو. ده ووئيل په بېلا بېلو هېوادونو كښې 40 زره پاكستانيان ??ې روزګاره شوي خو د كورونا وائرس وبا اوسنې صورتحال تر مخه دغه شمېره د زياتېدو امكان لري.