اسلام آباد ۔ 26 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي حكومت د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له احتياطي تدبيرونه اختيار كړې دي۔ د خېر ښېګړې كارونو حوالې ??ره نړۍ كښې پاكستانې قوم ښكاره مقام لري۔ سره د سختو چېلنجونو اولس ته د روغتيا آسانۍ وركولو او د سر پټولو ځايونو حوالې ??ره ګامونه پورته كولې ??ي۔ شتمندو له به هم خپل كردار ترسره كول وي۔ حكومت مالدارو وګړو څخه ټېكس اخستلو سره دا په حاجتمندو مصرف كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د المعراج حبيب ټر??ټ روغتون پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې چې كله كال 2005ﺀ كښې زلزله راغله نو هر يو كور كښې خفګان وو۔ وګړو د مرستې سامان ځپليو سيمو ته ورسولو۔ ده ووئيل حضور نبي اكرم (ص) د ايثار جذبې د لارې مسلمانان متاثره كړل او ??ونږ ته سيرت طيبه څخه په دې اړه لارښودنه ترلاسه كېږي۔ صحابه كرامو هم دا جذبه لرله او ??ونږ هم بايد دا جذبه خپله كړو۔ ده ووئيل د رياست بنيادي ذمه واري د وګړو د بنيادي حقونو تحفظ دې۔ د ټولنې د بې وزله طبقې كفالت د رياست مهمه ذمه واري ده۔ رياست يو نظام وضعه كوي چې له مخې ئې مالدارو څخه ټېكس اخستلې ??و په ضرورت مندو مصرف كولې ??ي۔ اولس مشر ووئيل د بشري حقونو ادعا كوؤنكې لوئيديزې ټولنې په بې آسرې كډوالو خپلې ??روازې بندې كړې دي۔ پاكستان سره د سختو حالاتو 51 لكه كډوالو ته پناه وركړې ده دا مهال 26 لكه افغان كډوال پاكستان كښې موجود دي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته مې د پاكستان دورې په مهال ووئيل پاكستاني قوم ٬ پارلېمنټ او ??يډيا كښې چا هم پاكستان كښې د افغان كډوالو د پاتې كېدو مخالفت نه دې كړې۔ د پاكستان دا جذبه د نړۍ په مقابله كښې د وياړ وړ ده۔ ده ووئيل احتياط له درملنو غوره دے۔ كورونا وائرس وباﺀ ده او حكومت د كورونا وائرس په معامله احتياطي تدبير خپل كړې دې۔