اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي سباؤن كښې د ضروري څيزونو كمي څخه په وخت خبرتيا او نرخونو كښې د زياتوالي مخنيوي له مناسبه تګلاره وضعه كولې شي۔ د اوړو او چينو په بيعه كښې د اضافې په اړه د لوړې كچې تحقيقاتي راپور ته په طمعه يو ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د ابلاغ ذريعو نمائندګانو سره خبرو كښې وكړه۔ د جهانګير ترين او خسرو بختيار پلو د پورته كړې شوو ګوتو په اړه د يوې پوښت??ې په ځواب كښې ده ووئيل ??اپور كښې د چا نامه ن??ته ٬ راپور كښې د كمي ذكر دے او مونږ په دې اړه يو بشپړ راپور غوښتې ۔ وزیراعظم سره د ميډيا نمائندګانو دا ملاقات په يو داسې وخت كښې شوې كله چې حكومت د ضروري څيزونو قيمتونه قا??و كولو له يو شمېر ګامونه پورته كړي ۔ یوټېلټی سټورز له د 15 اربه روپو پېكج اعلان شوې ۔ وزیراعظم په دې مهال د مسابقتی کمېشن په كاركردګۍ د مايوسۍ څرګندونه وكړه كوم چې خپل فرض په سمه توګه ترسره نه كړل۔ وزیراعظم د پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل مثال وركړو د كوم د غېر فعاليت له امله چې سعوي عربستان څخه 5 زره ډاكټرانو ته په جبري توګه بېرته راتلل ورپغاړه شؤل۔ ده ووئيل ??مونږ حكومت به د سېنېټ په انتخابي قانون كښې ضروري بدلونونه راوړي او ووټنګ لپاره به د ”شو آف هېنډز” تګلاره خپلولې شي۔ ده ووئيل مونږ خېبر پختونخوا اسمبلۍ سره تعلق لرونكي د صوبائي اسمبلۍ 20 غړي فارغ كړل ولې چې مونږ ته معلومه شوه چې هغوي خپل ووټونه خرڅ كړي۔ د جمعیت علماء اسلام (ف) لارښود مولانا فضل الرحمن دا ريماركس چې د پي ټي آئي حكومت ختمېدونكے دے په اړه د پوښت??ې په ځواب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل په داسې ډول ريماركس وركولو بايد د آرټیکل۔6 كارروائي وكړې شي۔ ده ووئيل ??كومت په دې اړه سباؤن كښې په تګلاره وضعه كولو غور كوي۔ ده ووئيل ?? مخالفې ډلې ګوندونه په ن??خونو كښې د زياتوالي مخ نيوي معامله كښې هېڅ خوښي نه لري۔ د دوئي ټوله مسئله په كرپشن زندان ته د تللو يا نه تللو او هېواد كښې د عدم استحكام د پېدا كولو ده۔ ده ووئيل ??ه 6 مقدمو سره مخ ووم ولې لندن كښې مې پناه اخستې نه ده۔ ده ووئيل ما د خپل مني ټرېل په لړ كښې 60 دستاوېزات جمع كړي او د مسلم ليګ نون او پي پي لارښودو يو كاغذ هم جمع نه كړو۔ د خپل ګوند دننه او اتحاديانو سره د اختلافاتو په اړه د پوښت??ې په ځواب كښې وزيراعظم پوښتنه وكړه كوم يو داسې ګوند دے چې اختلاف په كښې نشته۔ د نړۍ په هر سياسي ګوند كښې د رايو اختلاف وي۔ ده ووئيل ?? اتحادي ګوندونو تحفظات وړاندې لرې كړې شوي۔