اسلام آباد ۔13 دسمبر (اے پی پی) قومی اسمبلۍ ته وئيلې شوي دي چې د تېرو 5 كلونو په مهال 1203 طالبعلمانو پي اېچ ډي مكمل كړې۔ د جمعې په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د ساجده بېګم د پوښتنې په ځواب كښې پارلیمانی سېکترې وجيهه اكرم ايوان ته ووئيل چې د هېواد دننه د 5 زره وظيفو اولني او د??هم پړاؤ ترسېوري لاندې ټولو 1203 طالبعلمانو پي اېچ ډي مكمل كړې ده۔ په ضمني پوښتنه دې ووئيل پي اېچ ډي لپاره بهر هېوادونو ته تلونكو طالبعلمانو لپاره بان??ز ډكول لازمي وي چې له مخې ئې هېواد ته راتلو نه وروستو كار كول وي۔ ك??ه چې ددې شق خلاف ورزي كېږي نو اقدامات كولې شي۔ دا مهال هم كورټ كښې كېسونه موجود دي۔ د علی وزیر د پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د پخوانۍ فاټا د ميډيكل زده كړې ترلاسه كوؤنكو طالبعلمانو د سكالرشپ مسئلې حل كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ وفاقي وزير مراد سعید ووئيل په دې اړه زمونږ ميټنګ شوې دې?? صوبو څخه فهرستونه غوښتلې شوي دي ك??ه چې دا راشي دا مسئله به حل شي