اسلام آباد 09 نومبر (ا?? پي پي) وزيراعظم عمران خان د سكھـ مذهب باني بابا ګرونانګ ديو جي د زېږون د 550مې ورځې په موقع د مذهبونو ترمېنځه د همغږې د جذبې عكاس كرتارپور لارې پروژې د خالي په ورځ رسمي پرانسته وكړه۔ په دې موقع د هند پخوانې وزيراعظم منموهن سنګھـ٬ د هندي پنجاب وزيراعلٰي كېپټن ﴿ر﴾ امرېندر سنګھـ او پخوانې كركټر نجوت سنګهـ سدهو پشمول د ټولې نړۍ څخه راغلي سكھـ ياتري په لويه شمېره موجود وو كومو چې د وزيراعظم عمران خان او د ده د حكومت مننه وكړه او دعاګانې ئې وكړې۔ د زېږون د ورځې په دستورو كښې د 10 زرو نه ز??ات سكهـ ياتري شامل دي۔ د كرتاپور لارې پرانستل كېدو نه پس به اوس هره ورځ 5 زره سكهـ ياتري د ګوردواره دربار صاحب ياترا وكړې شي او خپل مذهبي رسومات به ادا كړې شي۔ د مذهبي همغږۍ دا لويه پروژه د وزيراعظم عمران خان په هدايت پېل كړې شوې وه او دې لپ??ره فنډ په مكمل توګه د پاكستان حكومت وركړي دي او دا سكھـ ټولنې لپ??ره يوه ډالې ده۔ وزيراعظم عمران خان د لارې پرانستلو او د ګوروجي د جنم ورځې په موقع پاكستان ته راتلونكو ټولو سكھـ ياتريانو لپ??ره اس??نيو سره د پاسپورټ شرط په عارضي توګه ختم كړے۔ د ياتريانو اس??نيې لپ??ره د پاكستان حكومت خاص ريل ګاډي هم چلولي دي۔ په دې موقع د امنيت خاص انتظامات شوي دي۔ د سكھـ ياتريانو اس??نيو لپ??ره خاص اقدامات شوي دي۔ 42 اېكړه ز??كه ګوردواره كمپلېكس او 62 اېكړه د لنګر خانې ضروريات پوره كولو لپ??ره بېله كړې شوې ده۔ دلته يو موزيم هم جوړ كړے شوے او طبي اس??نيو لپ??ره روغتون جوړ شوے۔ راغليو ياتريانو وئيلي دي چې مونږ به د پاكستان دا احسان كله هم هېر نه كړو۔