اسلام آباد ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان ملائشيا سره دوه اړخ??زه اړيكې مهمې ګڼي۔ د خارجه دفتر وياند لمخې ده دا خبره خپل ملائيشين همڅنګ سېف ??لدين عبد الله سره د ټېلېفوني تماس ??يولو په مهال وكړه۔ د وياند لمخې د ملائیشیا خارجه وزير د زيارت په ورځ شاه محمود قرېشي سره تېلېفوني رابطه وكړه۔ د خبرو په مهال د دوه اړخ??زه اړيكو او منطقه كښې د امن وضعې په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير خپل همڅنګ مق??وض?? جمو وكشمير كښې د روانو هندي ظلمونو څخه خبر كړو۔ ده ووئيل هند 5 اګست څخه په مق??وض?? وادۍ كښې بدترينه كرفيو نافذ كړې۔ د كشمير 80 لكه تش لاسې كشميري اولس هندي ظلم او زياتي څخه خلاصي له د نړۍ قامونو او په خاص توګه اسلامي نړۍ ته ګوري۔ خارجه وزير د مق??وض?? كشمير حوالې سره د پاكستان د دريځ په ملاتړ كولو د ملائيشين خارجه وزير مننه وكړه۔ دواړه خارجه وزيران منطقه كښې د امن او امان وضعې په شمول په مهمو چارو يو بل سره د مشاورت لړۍ روانې ساتلو ته هم سلا شول۔