اسلام آباد 19 اک??وب?? (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د غېر ملكي نېغ په نېغه سرمايه ??ار??٬ برآمداتو او ترسيلات زر كښې په اضافه او د حسابات جاريه په خساره كښې په كمي د خپلې ډلې ستائنه وكړه او د دوي هڅې ئې ستائيلې دي۔ وزيراعظم په دې لړ كښې يو ټويټ كړے چې پكښې ئې څه ډېټا ګراف هم شريك كړے۔ دا ډېټا ګراف اشاره وركوي چې نېغ په نېغه سرماريه ??ار?? كښې 111.5 فيصده ??و په غېر ملكي نجي سرمايه ??ار?? كښې 194 فيصده ??ضافه شوې۔ د حسابات جاريه خساره په ??تم??ر كښې د 41 مياشتو په كمه كچه وه كومه چې د 1.27 اربه ډالرو نه كمېدو سره 259 مليونه ډالر ريكارډ كړې شوې۔ د يو كال په مهال په غېر ملكي برآمداتو كښې 5.9 فصيده ??ضافه شوې او په درآمداتو كښې د 18.6 فيصده كمې راغلې۔ وزيراعظم وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت چې كله جوړ شو نو د پاكستان د حسابات جاريه او مالياتي خساره په لوړه كچه وه۔ په كال 2018م كښې د پاكستان د حسابات جاريه خساره 18.25 اربه ډالر او مالياتي خساره هم دومره وه۔ دغسې بهر مېشته پاكستانيانو د حكومت په اقتصادي پالېسو بېرته د اعتماد څرګندونه كړې او د پاكستان ته ئې لا ترسيلات زر رالېږلي دي چې ورسره سږ كال په ??تم??ر كښې د ترسيلات زر اشارئې 17.6 فيصده ??ضافه څرګندوي۔