اسلام آباد 16 ستمبر (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سیّد ذوالفقار بخاری وئيلي دي چې سره د تولو حالاتو د کرتارپور راهداری به بشپړولې ??ي، پاکستان د سکھانو سېلګرو لپاره د کرتار پور راهدارۍ پرانستلو له لوظي دے۔ ده دا خبرې د سمندر پورې پاکستانیانو ګلوبل فاؤنډېشن ترمخه پاکستانی او سکھـ کمیونټی غړو په نیویارك كښې شوې غونډه كښې په خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده د پاك۔هند تاؤ ترېښوالې په ت??اظ?? كښې ووئيل کرتارپور راهداری مذهبی پروژره ده كومه چې د سياست څخه جلا ده۔ ده ووئيل کرتارپور راهداری به پاکستان كښې د ګوردوارہ دربار صاحب د هند ښار ګورداسپور ډیرہ با??ا نانك سره وتړي كومه به چې ویزې نه غير وي او کرتارپور صاحب لپاره به يوازې ټكټ ترلاسه كول وي۔ زلفی بخاری ووئيل وزیراعظم عمران خان د اقتدار سنبالولو سره د کرتارپور راهدارۍ په اړه د مړانې پريكړه كړې ځكه چې کرتارپور د سکھـ مذهب مننونكو لپاره مقدس ځائ دے۔