اسلام آباد ۔ 30 جولائي (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دې پا??ستان په افغان امن عمل كښې ضامن نه بلكې سهولت كار دے۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د افغان امن عمل ټوله ذمه واري په پاكستان نه شي اچولې ??ېد??٬ په امن عمل كښې پېشرفت د ټولو شراكتدارو شر??كه ذمه واري ده۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان افغان طالبانو سره د ملاقات خوښي لري دغسې چې ھغوي انټرا افغان خبرو اترو لپاره راضي كړې شي٬ پا??ستان په نېك نيتۍ سره په دې كښې پېشرفت كوي۔ ده ووئيل عمران خان او د ټرمپ ترمېنځه د ملاقات په مهال د افغان معاملې ??ماثلت ليدلې شوې٬ دې سره د پاك امريكې اړيكو نوې باب پرانستلې شوې٬ ده ووئېل د امريكې دورې په مهال مونږ مقاصد ترلاسه كړې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هند واكمنو تل لپاره د كشمير مسئله دوه اړخيزه ګرځوي٬ ډيلي سركار نه خو دوه اړخيزه خبرو اترو ته غاړه اږدي او نه د درېم فريق په ثالثۍ راضي دے۔(ګ ل